د چاراکو بدلون؛ بریا که ماتې؟!
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

 

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن د دندې له پیل څخه یو کال نه تېرېږي ټاکل شوې ده، چې جان آلن له خپلې اوسنۍ دندې ګوښه او په اروپا کې  د امریکايي ځواکونو د قوماندانۍ مرکز مشر په توګه وټاکل شي.

د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي دي، چې په جدي توګه په دغې طرحې کار روان دی او دغه طرحه څېړل کېږي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو لوی قوماندان له دندې څخه ګوښه کېدل په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو لړۍ د تر سره کېدو په حال کې ده.

په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو په لس کلن شتون کې د جان آلن له بدلون سره به د دغو ځواکونو پنځه لسم قوماندان وي، چې بدلېږي. په لاندې توګه به د دغو قوماندانو نومونه شمېرلی شو.

 

1.    ۲۰۰۱ کال زېږدي کال ډسمبر میاشتې څخه د ۲۰۰۲ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال جان مک­کول

2.    د ۲۰۰۲ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۰۳ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال حلیم اکېن زورلو

3.    د ۲۰۰۳ زېږدي کال له فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۳ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال ون هیسټ

4.    د ۲۰۰۳ زېږدي کال له اګسټ میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال ګویټز ګلیمیروت

5.    د ۲۰۰۴ زېږدي کال د فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۴ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال رېک هېلر

6.    د ۲۰۰۴ زېږدي کال له اګوسټ څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال جیان لویس

7.    د ۲۰۰۵ زېږدي کال له فبرورۍ میاشتې څخه د ۲۰۰۵ زېږدي کال تر اګوسټ میاشتې جنرال اتم اېرداګي

8.    د ۲۰۰۵ زېږدي کال له اګوسټ څخه د ۲۰۰۶ زېږدي کال تر مې میاشتې جنرال مایورو دېل ووکچیو

9.    د ۲۰۰۶ زېږدي کال له مې میاشتې څخه د ۲۰۰۷ زېږدي کال تر فبرورۍ میاشتې جنرال ډېوېډ ریچارډ

10.                        د ۲۰۰۷ زېږدي کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۰۸ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال دان مک­نيل

11.                        د ۲۰۰۸ زېږدي ک ال له جون څخه د ۲۰۰۹ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال ډېوېډ مک­کيمن

12.                        د ۲۰۰۹ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۱۰ زېږدي کال تر جون میاشتې جنرال سټنلي مک­کرسټل

13.                        د ۲۰۱۰ زېږدي کال له جون میاشتې څخه د ۲۰۱۰ زېږدي کال تر جولای میاشتې جنرال سر نېک پارکر

14.                        د ۲۰۱۰ زېږدي کال له جولای میاشتې څخه د ۲۰۱۱ زېږدي کال تر جولای میاشتې جنران ډېوېډ پېټریوس

15.                        د ۲۰۱۱ زېږدي کال له جولای میاشتې څخه تر اوسه جنرال جان آلن

 

په قطعي توګه شونې نه ده، چې وویل شي ولې جنرال جان آلن له خپلې دندې بدلېږي یا دا، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو راتلونکی قوماندان به د کومو ځانګړتیاوو درلودونکی وي؛ خو د آلن له کړنو څخه د افغان دولت نا خوښي او د امریکا له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترسره شویو هوکړو تر پښو لاندې کول، چې څو ځله نوموړی د ولسمشر له لوري احضار شو او د ده تر امر لاندې ځواکونو له لوري ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده شونې ده، چې د آلن د بدلون لامل شوي وي.

د جان آلن د قوماندانۍ پر مهال په باګرام پوځي اډې کې د امریکايي ځواکونو له لوري د قرآن کریم نسخه وسوځول شوه، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې بې ګناه کسان ووژل شول، د پاکستان پر پوځي پوستې برید وشو، چې له امله ۲۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول، د مړو پر جسدونو بولې وشوې، د وژل شویو کسانو د بدن له غړو سره امریکايي ځواکونو عکسونه واخیستل  ... او بالاخره په دې وروستیو کې د ده تر قوماندانې لاندې ځواکونو له لوري د بمباریو له امله په هلمند، لوګر، بادغیس او کاپیسا ولایتونو ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وا وښته

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې په تېرو کې د جان آلن دا ډول کړنې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې درز پیدا کړی دی او اوس مهال، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شوی دی د داشان کړنو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې ناورین ته دننه کړي.

په تېرو لسو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو قوماندانانو بدلون ته په پام سره ویل شو، چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي له ننګونو سره مخ ده او امریکا غواړي د قوماندانانو په بدلون سره دغه ننګونې تر یوه بریده کابو کړي. همدا راز امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له لوري د ناوړه کړنو مخنیوي په موخه غواړي په چارواکو کې بدلون راولي.


May 15th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی